ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې ودانيزې چارې د غوري سمنټو بيو د لوړېدو له امله درول شوې دي

پلخمري کې ودانيزې چارې د غوري سمنټو بيو د لوړېدو له امله درول شوې دي

author avatar
19 Nov 2015 - 18:24
پلخمري کې ودانيزې چارې د غوري سمنټو بيو د لوړېدو له امله درول شوې دي
author avatar
19 Nov 2015 - 18:24

پلخمري (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د بغلان ولايت اوسېدونکي، په ناڅاپه توګه د غوري سمنټو د بيو له لوړېدو اندېښمن دي او يو شمېر يې ان خپلې ودانيزې چارې هم درولې دي.

د يو شمېر کورونو مالکان چې د خپلو کورونو په جوړولو کې يې له غوري سمنټو ګټه پورته کوله؛ اوسمهال د پاکستاني سمنټو پېرېدو ته مخه کړې او ګواښ کوي چې که چارواکي د وطني سمنټو د بيو راټيټولو ته پام ونه کړي نو بيې به يې له پاکستاني سمنټو سره يو شان شي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار يوه اوسېدونکي محمد اصف وويل، چې له يوې مودې راهيسې يې د يوې ودانۍ د جوړولو کار پيل کړى چې په جوړولو کې يې له غوري سمنټو ګټه اخلي، خو د دغو سمنټو بيې په وروستيو دوه ورځو کې ډېرې لوړې شوې دي.

د غوري سمنټو يوه پنځوس کيلويي کڅوړه چې له دې وړاندې به د بغلان په بازار کې په ٢٨٠ افغانۍ وه، اوسمهال دغه بيه ٣٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "همدا سمنټ په بازار کې هم نه پيدا کېږي، له همدې امله مو د خپل کور کار درولى دى."

دا ډول وضعيت يو شمېر ودانيز شرکتونه هم اړ ايستلي چې له پاکستاني سمنټو ګټه پورته کړي.

د "لمر مهتاب" ودانيز شرکت څښتن محمد نسيم وايي، له دې امله چې په دې وروستيو کې د غوري سمنټو کيفيت ښه شوى، په خپلو ودانيزو کارونو کې له همدې سمنټو کار اخلي، خو په دې ورځو کې سمنټ نه پيدا کېږي او که چېرې پيدا هم شي نو بيې يې ډېرې لوړې وي.

هغه وويل: " که څه هم پاکستان سمنټ يو څه لوړ دي، خو اړ يو چې له پاکستان سمنټو ګټه واخلو."

يوه بوجۍ پاکستاني سمنټ چې پخوا به يې بيه ٤٠٠ افغانۍ وه، اوسمهال ٤٢٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال د پلخمري هوا نسبتاً ښه ده او له غوري سمنټو د راتلونکو دوه نورو مياشتو لپاره هم ګټه پورته کېدى شي، خو د هوا په سړېدو سره بيا ترې ګټه نه شي پورته کېدلى.

د ياد سمنټ پلورونکي په وينا، په دې ورځو کې د خلکو تقاضا زياته شوې، خو د غوري سمنټو فابريکه پر دې سربېره چې د خلکو د اړتيا وړ سمنټ نه شي پوره کولى؛ د سمنټو بيې يې هم لوړې کړې دي.

هغه وويل:  "که چېرې د فابريکې  مسوولين د توليد لوړولو او د بيې راټيټولو ته پام ونه کړي نو د غوري سمنټو بازار به خراب او خلک به د پاکستاني سمنټو پېرلو ته مخه کړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.