ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې يوه ښځه او يو سړی ووژل شول

په فارياب کې يوه ښځه او يو سړی ووژل شول

author avatar
19 Nov 2015 - 14:36
په فارياب کې يوه ښځه او يو سړی ووژل شول
author avatar
19 Nov 2015 - 14:36

ميمنه (پژواک، ٢٨ لړم  ٩٤): وسله والو کسانو په دوو جلا پېښو کې په فارياب کې يو سړی او يوه ښځه وژلي دي.

د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په نادر اباد سيمه کې یوه پنځه دېرش کلنه ښځه پر مرمۍ وژل شوې ده.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقادر قادري وايي چې دې ښځې په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې خاوند کړى و او څو ځله د خپل خاوند له کوره د ناخوښۍ په سبب نادراباد سيمې ته د خپل پلار  کور ته راغلې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه  يو وسله وال کس د هغې د پلار کور ته ورغلی او د هغې له وژلو وروسته تښتېدلى دى.

قادري وايي چې تر اوسه د بريدګر هويت نه دى څرګند شوى او په دې اړه څېړنې روانې دي.

يوې ځايي سرچينې د نوم له اخيستلو پرته وويل چې دغه مېرمن څو ماشومان لري او څو ځله يې د بشري حقونو کمېسيون ساحوي دفتر ته مراجعه کړې، له کورني تاوتريخوالي او ستونزو يې شکايت کړى دى.

د دغه کمېسيون چارواکو د ښځې وژنه پر کلکه غندلې او غوښتنه يې کړې چې د پېښې عاملان دې پيدا او مجازات شي.

د کمېسيون شمېرې څرګندوي چې په روان کال کې دا اتمه ښځه ده چې وژل کېږي او يا ځان وژنه کوي.

تېره مياشت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې يوې ١٩ کلنې نجلۍ ځان وژنه وکړه. دا نجلۍ کوژده شوې وه او د مرګ لامل يې له يوه بل ښځه لرونکي کس سره له واده نا خوښي وه.

د فارياب د مرکز ميمنې ښار د اتمې ناحيې په بي بي ايينه سيمه کې یو سړی هم وژل شوى دى.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د کشف امر سمونيار محمديوسف وويل چې ٤٥ کلن نظام الدين تېره شپه د نا پېژانده وسله والو له خوا وژل شوى، خو تر اوسه يې نه د وژلو لامل څرګند شوى او نه يې په تړاو څوک نيول شوي دي.

د فارياب د عدلي طب مسوولو ډاکټر سمير عنايت وايي چې مړى روغتون ته ور وړل شوى او په تن يې دری مرمۍ لګېدلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.