ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ کچه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ کچه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې

author avatar
20 Nov 2015 - 15:56
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ کچه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې
author avatar
20 Nov 2015 - 15:56

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۴): له افغانستان سره د ایران سوداګریزه راکړه ورکړه د روان کال په اوو میاشتو کې تر یو نیم میلیارد ډالرو ډېره شوې چې د دغه رقم ډېره برخه افغانستان ته د صادراتو له درکه ده.

د ایران د ګمرک د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د روان کال د وري له میاشتې بیا د دغه کال تر لړم پورې د ۵۳۹ میلیونه او ۸۱۵زره ډالرو په ارزښت دوه میليونه ۳۱۵ زره او ۴۵۰ ټنه بېلابېل توکي افغانستان ته صادر شوي دي.

خو په دې موده کې له افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ کچه ښيي چې له افغانستانه ایران ته د وارداتو د پام وړ کچې پر وړاندې د نهه میلیونه او ۸۱۳زره ډالرو په ارزښت لس زره ۲۰۶ ټنه بېلابېل توکي ایران ته صادر شوي دي.

د دغه حساب له مخې په دې موده کې له چین، اماراتو او هند وروسته د افغانستان ډېر واردات له ایران څخه وو.

د ایران د ګمرک خپرې شوې شمېرې ښيي چې دغه هېواد له وري میاشتې بیا تر لړم پورې، د ۱۹ میلیارد او ۲۵۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي او ۲۴ میلیارده او ۷۵ میلیونه ډالره یې هم واردات درلودل.

له ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې له ایران سره د افغانستان د سوداګريزې راکړې ورکړې نا مناسب والی په وروستیو کلونو کې د بحث وړ موضوعات جوړوي او د دې برخې مسوولین یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مرستیال خان جان الکوزي په باور چې د دغه وضعیت دوام د افغانستان پر زیان دی او د افغانستان دولت باید د هېواد د صادراتو د بهیر د ښه والي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ګاونډیو له لوري د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو په برخه کې وضعه شوي محدویتونه، د نا امنیو ډېروالی او د هېواد د اقتصادي ودې ټیټوالی له هغو لویو لاملونو دي چې د خان جان الکوزي په خبره، اقتصادي چارې په ځانګړې توګه د افغانستان صادارات يې زیانمن کړي دي.

د الکوزي په باور، د امنیت د ښه والي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي مناسباتو د پیاوړتیا او د کورني صنعت د ملاتړ په صورت کې کېدای شی د صادراتو کچه ډېره او واردات کم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.