جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۴): د ننګرهار د والي وياند وايي، امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د داعش ډلې ۱۲ وسله وال وژلي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطالله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه درې بجې د داعش وسله والو د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو په سيمه کې پر دولتي پوستو بريد کړی او ياده چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي، د دغه بريد پر مهال د ملي اردو دری سرتېرې هم ټپيان شوي دي.
خوګيانی وايي چې دا مهال په سيمه کې د داعش وسله والې ډلې د وژل شوو کسانو ځيني جسدونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم په سيمه کې پاتې دي.
داعش وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن