کابل (پژواک، ٢۹ لړم ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني د قزاقستان د ولسمشر په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دغه هېواد پلازمېنې استانې ته ورسېد.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربايوف په رسمي بلنه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري تېره شپه د افغانستان پر وخت نهه نيمې بجې پلازمېنې استانې ته ورسېد.
سرچينه کاږي، ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د قزاقستان له ولسمشر او لومړي وزير سره د کتنو پر مهال د حکومتولۍ او پاليسۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، اقتصادي همکاريو او نور مهم تړونونه هم لاسليک کړي.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني به نن د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربايوف، له لومړي وزير کريم ميسموف، په قزاقستان کې له مېشتو افغان محصلينو او د نظربايوف پوهنتون له مشر سره وويني او نوموړی به د نطربايوف پوهنتون کې وينا هم وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني، د ملي امنيت عمومي رييس انجنير رحمت الله نبيل، د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د منځنۍ اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير انجنير ويس احمد برمک او د چارو ادارې لوی رييس عبدالسلام رحيمي ملګرتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن