مزارشريف (پژواک، ۳۰ لړم ۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نجونو سپورټ په بېلا بېلو برخو کې وده کړې؛ خو د حکومت له خوا ورته ځانګړې اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
په دغه ولايت کې د نجونو د بدن جوړونې سپورټ سربېره په واليبال، باسکټبال، فوټبال، بايسکل چلونه، پينګ پانګ، او تکواندو سپورټونو کې پراخه ونډه لري؛ خو په ټول ولايت کې د نجونو لپاره کوم ځانګړی لوبغالى نشته.
د دغو سپورټونو بېلابېلې نجونې وايي، چې د شته ټولنيزو او کورنيو ستونزو سربېره يې ځانونو ته د لوبو کولو وخت برابر کړی؛ خو حکومت ورته د اړتيا وړ پام نه کوي.
د بايسکل چلوونې د فدراسيون لوبغاړې ۱۸کلنې رخسار پژواک ته وويل، چې کورنۍ يې د بايسکل چلونې اجازه ورکړې خو ټولنيزې ستونزې يې پر وړاندې خنډ دي.
نوموړې زياته کړه: ((په ښار کې د بايسکل چلونې لپاره ځانګړى ځای نشته، کله چې عامو سړکونو ته وځو، نو د ځوانانو له خوا ځورول کېږو، همدا مو له ټولو جدي مشکل دی.))
د هغې په وينا، فدراسيون راته هېڅ ډول امکانات نه دي برابر کړي.
د بلخ د بايسکل چلونې د فدراسيون مسوول احمد فقير قريشي پژواک ته وويل، دوی پرته له دې چې يوه نجلۍ د بايسکل چلونې د فدراسيون په رسمياتو کې شامله کړي؛ نور هيڅ ډول امکانات نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی لومړی د هلکانو د بايسکل چلونې ټيم درلود، چې د بلخ د عامې روغتيا په مرسته يې دغه لړۍ اوږده کړه او د نجونو د بايسکل چلونې لوبډله هم رامنځ ته شوه.
قريشي وويل، چې نه د بايسکل چلونې لپاره کوم ځانګړې کوڅه شته، نه ميدان شته او نه هم لوبغاړي د بايسکل اخيستنې وس لري.
نوموړي زياته کړه، چې نجونې په خپله شوق ځان ته بايسکل اخلي او د فدراسيون برخه ګرځي.
د هغه په وينا، د بايسکل چلونې په فدراسيون کې ورسره ۲۰ نجونې د رسمي لوبغاړو په توګه ثبت دي، چې په اوونۍ کې دوه ځله د عامې روغتيا په ميدان کې تمرين کوي.
شمسيه مبارز له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې په بلخ کې د فوټبال لوبغاړې ده، نوموړې پژواک ته وويل ، پرته له دې چې د عامې روغتيا په ميدان کې ورته د لوبو يو څه اسانتيا برابره ده؛ نور هېڅ اسانتياوې نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن