مهترلام ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٤ ) : د لغمان والي وايي چې په مرکز کې ګڼ شمېر چارواکو ورسره په ١٣٩٥ کال کې د بيارغونې د زيات شمېر پروژو پيلولو ژمنې کړې دي.
والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
د هغه په وينا، پنځه مياشتې مخکې د لغمان د والي په توګه تر ګومارل کېدو وروسته يې ډېرې هلې ځلې کړې دي چې د دولت او ولس ترمنځ شته واټن کم کړي.
نعيمي زياته کړه : (( په دې کار کې تر ډېره بريده بريالى شوى هم يم.))
نوموړى وايي، چې ددې ولايت له بېلا بېلو قشرونو سره يې ځانګړې غونډې کړې دي او د هغوى باور يې ترلاسه کړى، څو په حکومتدارۍ کې ورسره مرسته وکړي.
نعيمي وايي چې په تېره کمه موده کې يې د بيارغونې يو شمېر پروژې په لاره اچولي چې د بېلګې په توګه يې د(۱۸۰۰) کورنيو لپاره د برېښنا ورکړه او د څلور زره شاوخوا ښوونکو لپاره د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ځمکې د نومرو د وېش لړۍ پيلول شامل دي.
د لغمان والي وايي چې څه موده مخکې يې په کابل کې له يو شمېر وزيرانو او نورو چارواکو سره ليدلي او هيله يې څرګنده کړه، چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې به په دې ولايت کې د بيارغونې د ګڼ شمېر پروژو چارې په عملي توګه پيل شي.
هغه وايي، چې دکابينې په غونډه کې يې هم د لغمان ولايت ستونزې، پروژې او د خلکو غوښتنې چې لومړيتوب يې درلود، وړاندې کړې او د کابينې له خوا ورته ډاډ ورکړل شوى چې په راتلونکي کال کې به يې پروژو ته بوديجه په پام کې ونيول شي .
عبدالجبار نعيمي په لغمان کې دامنيت د ټينګښت په اړه وويل چې دوی دامنيت په شوراکې د لغمان اوسنی امنيتي حالت روښانه کړى او له مسوولينو څخه يې غوښتي چې ددې ولايت امنيتي تشکيل او امکانات زيات کړي.
د هغه په وينا، د دولت شاه ولسوالۍ لپاره يې د۹۰ تنو او د اليشنګ لپاره يې د ۳۰ تنو سيمه ييزو پوليسو د تشکيل امر له ځانه سره راوړی دى .
نوموړي د لغمان اوسنى امنيتي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې د دولت او ملت ترمنځ تر پخوا زيات د باور فضا رامنځ ته شوې او له ټولو ولسونو څخه يې غوښتنه وکړه چې له دولت او ملي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.
نعيمي زياته کړه، چې دې ولايت ته د مرکزي دولت پاملرنه زياته شوې او يواځې تېره اوونۍ څو لوړ پوړو دولتي چارواکو چې په کې ملکي او نظامي شامل وو، دې ولايت ته سفرونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن