جلال اباد (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د داعش وسله والې ډلې اوه نور وسله وال هم وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات په اچين ولسوالۍ کې ترسره شول.
هغه زياته کړه چې پرون ناوخته افغان ګډو امنيتي ځواکونو د داعش او نورو وسله والو ډلو پر مرکزونو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د داعش اوه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د خوږياڼي په وينا، د دغو عملياتو په پايله کې د وسله والو مخالفينو يو اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دى وايي، يوه نيمه مياشت وړاندې افغان ګډو امنيتي ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې د داعش او نورو وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه پراخ پوځي عمليات پيل کړل.
د هغه په وينا، دغو عملياتو ته د "شاهين لس" نوم ورکړل شوی چې امنيتي مسوولين دغه عمليات له بريا او لاسته راوړنو ډک بولي.
دا په داسې حال کې چې وړمه شپه د داعش وسله والو د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې يې دری سرتيري ژوبل شوي وو.
ځايي چارواکو ويلي چې د دولتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي وو.
د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن