کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د امنيت شورا وايي چې حکومت به د کندوز پېښې د حقيقت موندونکي کمېسيون راپور ارزوي او له هغه وروسته به خپل پلانونه له ولس سره شريک کړي.
وسله والو طالبانو د روان لمريز کال د تلې په ۶مه نېټه د کندوز ښار ونيو، خو تر دوو اونيو وروسته دولتي ځواکونو وکولى شول چې دغه ښار بېرته ونيسي.
ولسمشر اشرف غني د کندوز ښار د سقوط د لاملونو پيدا کولو په موخه د امرالله صالح او ډاکټر فاروق وردګ په مشرۍ د حقيقت موندنې يو کمېسيون ته دنده سپارلې وه چې دا پېښه وڅېړي.
ياد کمېسيون تر خپلو ارزونو او څېړنو وروسته پرون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د خپلو څېړنو پايلې اعلان کړې او ويې ويل چې په ٢٠٠ مخونو مشتمل خپل راپور يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړی و.
د دغه کمېسيون مشر امرالله صالح وويل چې د کندوز ښار سقوط دسيسه نه وه، بلکې د ملکي او نظامي ارګانونو په مشرۍ او رهبرۍ کې د ستونزو له امله دغه ښار سقوط کړى و.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيت شورا د کندوز پېښې د حقيقت موندنې کمېسيون د هغو هلو ځلو ستاينه کوي چې د دې پېښې د څېړنو او راپور جوړولو پر مهال يې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان حکومت د ياد کمېسيون راپور، موندنې او وړانديزونه په دقيقه توګه ارزوي.))
غورځنګ وايي چې د ياد کمېسيون د موندنو او وړانديزونو پر بنسټ او د ولسمشر اشرف غني له لارښوونې سره سم به د افغانستان حکومت خپل راتلونکي پلانونه له ولس سره شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن