کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې د سفيرې په توګه ټاکل شوې ده.
دغه څرګندونې د حکومت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينه وايي، په ناروې کې د افغانستان د سفيرې په توګه د مېرمن شکريې بارکزۍ کارونه مخ په خلاصېدو دي او ژر به دې هېواد ته د سفيرې په توګه لاړه شي.
شکريې بارکزۍ هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل، په ناروې کې يې د سفيرې په توګه د کارونو قانوني پړاوونه خلاص شوي او اوسمهال يې اسناد ناروې هېواد ته لېږل شوي، ترڅو د هغوى له خوا يې تاييدي راشي.
مېرمن بارکزۍ د ولسي جرګې په تېرو دوو دورو کې د کابل د خلکو د استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن