ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له يو ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت ١٢ قراردادونه منظور شول

له يو ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت ١٢ قراردادونه منظور شول

author avatar
22 Nov 2015 - 19:33
له يو ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت ١٢ قراردادونه منظور شول
author avatar
22 Nov 2015 - 19:33

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د ملي تدارکاتو کميسيون له يوه ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت ١٢ قراردادونه منظور کړي دي.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ناسته د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې پرون ماښام په ارګ کې تر سره شوه.

سرچينې زياته کړې، په دغې ناسته کې د افغانستان بانک، د چارو ادارې عمومي رياست، برېښنا شرکت، له کوچنيو پانګونو څخه د ملاتړ ادارې(MISFA) ، د انرژۍ او اوبو، پوهنې، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو اړونده ٢١ قراردادونو په اړه بحث وشو.

سرچينې ليکلي، د يادې ناستې په پايله کې له يوه ميليارد څخه د زياتو افغانيو په ارزښت د افغانستان بانک، د چارو ادارې عمومي رياست، برېښنا شرکت، د اوبو او برېښنا، ماليې، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ١٢ قراردادونه منظور شول.

د ملي تدارکاتو کميسيون دغه راز د پوهنې وزارت او له کوچنيو پانګونو څخه د ملاتړ ادارې د شپږو پروژو د تعديل او غځولو وړانديز هم منظور کړ.

په دغې ناسته کې د ملي دفاع وزارت د حوالو او تادياتو او د ګډ پلاوي د راپور په اړه معلومات وړاندې شول او په ترڅ کې يې دوه قراردادونه هم تاييد شول.

د ملي تدارکاتو کميسيون په غونډه کې د پوهنې وزارت يو قرارداد د تعديل د منظورولو او مودې غځولو په اړه د لا ډېر غور په اړه راتلونکې غونډې ته پاتې شو.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې دغه راز د کورنيو او دفاع چارو وزارتونو په منظور شويو قراردادونو کې د تېرو کلونو په پرتله له ٩٩ ميليون څخه د زياتو افغانيو سپما شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دغې ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، عدليې، اقتصاد وزيرانو او د ملي تدارکاتو کميسيون يو شمېر غړو هم ګډون درلود.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.