ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې ٩ تښتول شوي مسافر راخوشې شوي

په زابل کې ٩ تښتول شوي مسافر راخوشې شوي

author avatar
22 Nov 2015 - 17:52
په زابل کې ٩ تښتول شوي مسافر راخوشې شوي
author avatar
22 Nov 2015 - 17:52

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د کورنيو چارو وزارت د کابل-کندهار لويې لارې په اوږدو کې د لسو مسافرو له ازادولو خبر ورکړى او وايي چې د پاتې نورو مسافرو د ازادولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

يو شمېر سيمه ييزو سرچينو پژواک خبري اژانس ته ويلي چې وسله والو کسانو پرون د کابل-کندهار لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت مرکز کلات ښار له اړونده سيمې څخه د مسافرو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ٣٠ مسافر له ځانه سره وړي دي.

خو يو شمېر نورو سرچينو د دغو کسانو شمېر له ١٤ څخه تر ٢٠ کسانو پورې بللى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي کابل کې نن د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وويل، چې ملي پوليسو له دغې پېښې څخه د خبرېدو پر مهال ګړندى ګام پورته کړى او د يادو کسانو له ډلې يې ٩ کسان د تښتونکو له منګولو ژغورلي دي.

نوموړي د يادو نهو کسانو د تښتولو او د هغوى د ازادولو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې نه کړل او زياته يې کړه چې د کورنيو چارو وزارت د لويې لارو په اوږدو کې د يرغملولو د وروستيو پېښو له رامنځته کېدو وروسته له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخيسته ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: "موږ د لويو لارو په اوږدو کې امنيتي پوستې او د امنيتي ځواکونو ګزمې زياتې کړې ، غوره امنيتي تدابير مو په پام کې نيولي او ان په امنيتي ځواکونو کې مو هم اړين بدلونونه رامنځته کړي دي."

ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي په زابل ولايت کې د يو شمېر هېوادوالو تښتول غندلي او هغه يې د افغانستان د دښمنانو کار بللى دى.

ولسمشر کرزي ويلي، ترهګرې ډلې غواړي چې د دا ډول عملونو په تر سره کولو سره د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته کړي او له شک پرته چې دغه کار د پرديو په امر او د هغوى د موخو لپاره تر سره کوي.

هغه زياته کړې: "موږ ټول بايد يوه بل ته لاس ورکړو ، د دغې خاورې دښمنانو د دسيسو پر وړاندې هوښيار واوسو او په ډېرې هوښيارۍ سره ګام پورته کړو، څو له خپل اتحاد او يووالي څخه ساتنه وکړو."

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند په نننۍ خبري ناسته کې ويلي، چې د کندوز د سقوط په اړه د حقيقت موندونکي پلاوي له راپور وروسته دغه وزارت په ياد ولايت او نورو ولايتونو کې د پوليسو د کړنو د اصلاح او څېړنو لپاره اړين تدابير په پام کې نيولي دي.

صديقي وويل، چې په همدې موخه د کورنيو چارو وزارت مشرتابه امنيتي ځواکونو ته امر کړى چې د حقيقت موندونکي پلاوي موندنو ته کلک پام وکړي او د تېرو ستونزو او ګواښونو د حل په موخه اړين ګامونه پورته کړي.

 کندوز د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته وغورځېد، خو د امنيتي ځواکونو له دوه اوونيو عملياتو وروسته يو ځل بيا د دولت تر ادارې لاندې راغى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.