کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): حکومت اعلان وکړ چې افغانستان به تر هغو د سولې په خبرو کې د پاکستان پر رښتينولۍ باور ونه کړي چې دغه هېواد له ترهګرو لاس نه وي اخيستى او د ترهګرو ځالې يې له منځه نه وي وړې.
د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې حکومت د سولې پلوى دى او هڅه کوي چې د سولې د خبرو له لارې په افغانستان کې امنيت راشي.
خو هغه زياته کړه چې پاکستان تر اوسه د افغانستان باوري همکارى نه دى او اړتيا ده چې سولې ته د وسله والو مخالفينو له هڅونې وړاندې، له هغوى نه خپل ملاتړ بند کړي، هغوى ته دې په افغانستان کې د ويجاړونکو فعاليتونو او جګړې د دوام پيسې نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو اوس اوس طالبان له جګړې لاس اخيستو او له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته را بللي او ويلي يې دي چې پاکستان په سولې پروسه کې همکاري کوي.
خبري رسنيو راپور ورکړى چې په دې وروستيو کې د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف امريکا ته د سفر په ترڅ کې د بارک اوباما د مرستيال جوبايډن سره په ليدنه کې د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرو پر بيا پيل هوکړه کړې ده.
خود اجرائيه رياست مرستيال وياند وايي: ((مهمه موضوع دا ده څو موږ بايد ډاډمن شو چې چې پاکستان له وسله والو مخالفينو خپل ملاتړ پرې کړى، تر هغو چې د افغانستان حکومت او خلک ډاډمن نه شي، د سولې خبرې به بې ګتې وي.))
فيصل زياته کړه هر وخت چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس واخيست او په هغه هېواد کې د ترهګرو ځالې ورانې شوې، افغانستان به ډاډمن شي چې پاکستان د يوه رښتيني همکار په توګه په سولې پروسه کې مرسته کولى شي.
د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.
ټاکل شوې وه چې د زمري په اتمه د دويم پړاو خبرې هم ترسره شی، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته دا لړۍ بنده شوه او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن