تالقان (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د تخار چارواکي ادعا کوي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې طالبانو دولت ته د جاسوسۍ په تور د يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ينګي کلا ولسوالۍ په زاړه ښار سيمه کې دغه دری تنه وژلي دي.
هغه زياته کړه: ((وسله وال طالبان د شپې مهال دې سیمې ته ورغلي، بيا د سید مقصود کور ته اوښتي، د هغه ښځه او ١٥کلن زوى يې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.))
ده وويل چې امنيتي ارګانونو په دې اړه پلټنې پيل کړې او دې سيمې ته يې يو پلاوى استولى دى.
خو د ينګي کلا ولسوالۍ اداري مدير نصيرالله بيا وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ د زاړه ښار سيمه د طالبانو په ولکه کې ده.
ده هم د يادو کسانو وژنه تاييد کړه خو زياتوي تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان طالبانو او که کومې بلې ډلې وژلي دي.
نصير الله بيا وايي: ((زاړه ښار ته موږ پلاوى نه شو استولى؛ ځکه هغه سيمه له طالبانو سره ده.))
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل: ((زه نه پوهېږم چې دغه کسان چا وژلي خو طالبانو يې هم په جنازه کې برخه اخيستې وه.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د جنازې په مراسمو کې طالبانو ويلي چې دغه کسان د دوى له لوري نه دي وژل شوي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې يادشوي کسان طالبانو نه، بلکې د غلو له لوري وژل شوي دي.
هغه زياته کړه : (( قريه کهنه سیمه کې یو کوره ته دشپې مهال غله ورغلي، له کورڅخه يې ۶۰ زره افغانۍ د غلا په نیت را اخيستي کله چې د کور ولا کسان پرې راپورته شوي یو یو يې شهیدان کړي.))
خو مجاهد ادعا کوي چې د دوى د پلټنو له مخې ياد شوي غله سيمه ييز پوليس دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن