ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانو کې ٦٠٠ ښوونکي ګومارل کېږي

author avatar
23 Nov 2015 - 16:18
author avatar
23 Nov 2015 - 16:18

ايبک (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۴): په سمنګانو کې نن له زرو تنو ازموينه واخستل شوه، تر څو له دې ډلې ٦٠٠ تنه په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي او په دې توګه هلته د ښوونکو د کمښت ستونزه لرې شي.

د دې ولايت د پوهنې رياست سرپرست فېروز الدين ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ازموينه نن د دې ولايت په مرکز ايبک کې واخيستل شوه.

هغه زياتوي، د ازموينې ګډونوال د دوولسم، څوارلسم او بېلابېلو پوهنتونونو فارغان او ۴۰ سلنه يې ښځې دي.

دى وايي، چې د ازموينې له ګډونوالو به د لوړو نومرو لرونکي شپږ سوه تنه د دې ولايت د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې پر دندو وګومارل شي.

د پوهنې وزارت استازي کرام الدين کريمي د ازموينې پر مهال وويل  چې په دې ولايت کې به د ٦٠٠ ښوونکو په ګومارنې سره  د ښوونکو د کمبود ستونزه لرې شي.

د سمنګانود پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دې ولايت په   ۲۹۵ ښوونځيو کې   ۱۱۵ زره زده کوونکو ته د ۲۴۷۵  ښوونکو له خوا چې   ۷۲۹  يې ښځې دي،  زده کړې  ورکول کيږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په دولتي ښوونځيو کې ٢٢٠ زره  ښوونکي پر دندو بوخت دي.

د دې وزارت وياند مجيب مهرداد وايي، د پوهنې وزارت هر کال ٢٠ زره نويو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د ماليې وزارت امکاناتو ته په پام په بودجه کې د ښوونکو نوي بستونه په پام کې نيسي.

هغه ونه ويل چې دا مهال د هېواد په کچه ټولو څومروه نويو ښوونکو ته اړتيا شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.