ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې زلزلې زيانونه اړولي

په بدخشان کې زلزلې زيانونه اړولي

author avatar
23 Nov 2015 - 14:18
په بدخشان کې زلزلې زيانونه اړولي
author avatar
23 Nov 2015 - 14:18

فيض اباد (پژواک،٢ ليندۍ ٩٤): د تېرې شپې زلزلې په بدخشان ولايت کې د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ کړي او خلکو ته يې زيانونه رسولي دي.

دا زلزله تېره شپه ١٠:٣٥ بجې په کابل او ځينو ختيځو او شمالي ولايتونو کې محسوس شوې ده.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د زلزلې مرکز د زيباک ولسوالۍ په خلخان کلي کې و چې اندازه ۵،۹ ريښتر اټکل شوې ده.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل چې د دې طبيعي پېښې له امله په زيباک، اشکاشم، واخان، شغنان او کشم ولسواليو کې د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه چې زلزلې خلکو ته زيانونه اړولي، خو تر اوسه يې د احتمالي زيانونو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.

فروتن وايي چې دا راپور لومړنی دى او جزئيات به يې وروسته څرګند شي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د اغا خان پراختيايي شبکې (ايکيډن) او فوکس بهرنۍ موسسې د سروې ډلې نن له غرمې وړاندې زلزله ځپلو سيمو ته استول شوې دي.

د هقان وايي چې دا ډلې به د ورانو شوو کورونو او زيانونو اندازه څرګنده کړي.

د يادونې ده، د روان کال د لړم مياشتې په څلورمه نېټه يوې سختې او بې مخينې زلزلې چې د ريښتر په کچه ٧.٧ درجې اټکل شوې وه،  کابل او ځينې شمال ختيځې سيمې يې ولړزولې چې له امله يې ١١٥ کسان مړه او څه باندې ٥٠٠ نور ژوبل شوي وو، د دې ترڅنګ يې د استوګنې اوه زره کورونه ويجاړ کړل.

د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې ثبت شوى او ځايي چارواکو په بدخشان کې ددې زلزلې مرګ ژوبله ١٦ کسه او د ټپيانو يې ٦٠ کسه وه چې تر څنګ يې څه باندې ٢٧٠٠ کورونه ويجاړ شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.