ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ له زلزله ځپلو سره نوې مرستې اعلان کړې

ارګ له زلزله ځپلو سره نوې مرستې اعلان کړې

author avatar
24 Nov 2015 - 15:01
ارګ له زلزله ځپلو سره نوې مرستې اعلان کړې
author avatar
24 Nov 2015 - 15:01

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): ارګ د وروستۍ زلزلې د ٧١٠٠ ځپل شوو کورنيو لپاره د برېتانيا د مرستو د وېش اعلان وکړ او لارښوونه يې وکړه چې  له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستو د وېش د بهير په اړه  د حکومت اجرائيه  مشر  ته راپور  ورکړي.

د روان کال د لړم مياشتې په څلورمه نېټه يوې سختې او بې مخينې زلزلې چې د ريښتر په مقياس ۷،۷ درجې اټکل شوې وه،  کابل او ځينې شمال ختيځې سيمې يې ولړزولې چې له امله يې ١١٥ کسان مړه او څه باندې ٥٠٠ نور ژوبل شول، د دې ترڅنګ يې د استوګنې اووه زره کورونه ويجاړ کړل.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن سهار په ارګ کې په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د برېتانيې د حکومت دغه پنځه ميليونه پونډه مرستې به هغو ۷۱۰۰ زلزله ځپلوکورنيو ته ووېشل شي چې کورونه يې بشپړ ويجاړ شوي دي.

دا له زلزله ځپلو سره د برېتانيې حکومت د مرستو لومړۍ برخه پنځه ميليونه پونډه بېړنۍ مرستې دي او دويمه برخه يې  د افغانستان د اوبو لګولو سيستم  د ښه والي او د کرنيز پيداوار د زياتوالي په موخه د حکومت د مشخصو برنامو د تمويل لپاره د برېتانيې  ۱۰ ميليونه پونډه مرستې  دي.

 

ولسمشر غني د برېتانيې له مرستو د مننې پر مهال  زياته کړه، د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون شوراګانو له لارې به  له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزير تر څارنې لاندې هرې زلزله ځپلې کورنۍ ته د ۶۰زره او ۱۰۰ زره افغانيو تر منځ مرسته ووېشي.

په ارګ کې په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې چې د حکومت اجرائيه  مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، په کابل کې د برېتانيې سفيرې او د دغه هېواد د نړيوالو مرستو مشر هم حضور درلود، ولسمشر  غني وويل چې  له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستو د وېش د بهير په هکله به د حکومت اجرائيه رييس ته راپور ورکوي.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، د خلکو خدمت او مرسته  د ملي يووالي حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

هغه زياته کړه، حکومت په هماغو لومړيو شېبو کې له زلزله ځپلو سره د خپلو امکاناتومطابق مرستې کړې دي.

 د ويلو ده چې دوې شپې وړاندې د ريښتر په اندازه ۵،۹ درجې زلزلې کابل او يو شمېر ختيځ او شمالي ولايتونه ولړزول.

د دې طبيعي پېښې مرکز د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کې و چې له امله يې په زيباک، اشکاشم، واخان، شغنان او کشم ولسواليو کې د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي  او خلکو ته زيانونه اوښتي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.