کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه وښوده او په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو غوښتنه وکړه.
هغه ګډه اعلاميه چې د نوامبر په ٢٥مه (د ليندۍ ٣مه) د اروپايي ټولنې له لوري پژواک ته استول شوې ده، کاږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او توپير د له منځه وړو د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د حياتي پاليسۍ موخو په توګه پاتې ده.
د اعلاميې له مخې، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى، اروپايي ټولنې پلاوى او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پوليسو ماموريت (- EUPOL Afghanistan) په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو په برخه کې کلک ژمن دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبن وويل: "تېره مياشت يو ځل بيا يوه مېرمن د سنګسار له امله ووژل شوه؛ دا کړنه د منلو وړ نه ده افغان دولت بايد ډاډ ورکړي څو په دې ډول جرمونو کې ښکېل کسان تعقيب کړي، زه افغان دولت هڅوم څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړو کې خپلې هڅې زياتې کړي."
په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت مشر پياشتنوال هم ويلي دي: "د افغان دولت له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون محوه حياتي ده، د افغانستان قضايي نظام بايدد خپلو مکلفيتونو پر اساس عمل وکړي؛ څو دې پوښتنې ته ځواب ووايي، د جرمونو عاميلينو ته سزا ورکړي او قربانيانو ته دې د عدالت موکه برابره کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن