ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال ووژل شو

author avatar
24 Nov 2015 - 17:33
author avatar
24 Nov 2015 - 17:33

جلال اباد ( پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د ننګرهار د بټې کوټ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال وژل شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد طالب ولسوال تېره شپه ددې ولايت د  مومندرې ولسوالۍ کې په بېله سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په ياد بريد کې وژل شوى طالب ولسوال فضل الله نومېده چې په قاري سليم مشهور  و او د بټي کوت ولسوالۍ د چهاردهي   سيمې اوسېدونکى و.

د والي وياند وايي چې قاري سليم د وسله والو طالبانو له خوا په دې وروستيو کې د بټي کوت د ولسوالۍ په توګه ټاکل شوى و او په دې بريد کې د هغه يو بل ملګرى هم وژل شوى دى.

خوږياڼى وايي چې په دې بريد کې عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، يو تن وسله وال طالب چې د تخريبي اعمالو په موخه يې جلال اباد ښار ته مقناطيسي ماين لېږداوه،د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوى دى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.