کندهار( پژواک،٣ لېندۍ ٩٤): د کندهار ولايت په درېيو ولسواليو (ډنډ، دامان او سپين بولدک) کې ٧٦٠٠ نجونې او هلکان د سواد زده کړې تر لاسه کوي.
د سواد زده کړې دغه لړۍ د پوهنې د نړيوال ګډون پروګرام (GPE ) له لارې په هغو سيمو کې پر مخ وړل کېږي چې اوسېدونکي يې ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.
په کندهار کې د دغه پروګرام د پياوړتيا او په ولسواليو کې د پوهنې بهير د ودې په موخه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي، د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون، يو شمېر سکتوري رييسانو، ولسوالانو، قومي مخورو او نورو ګډون کړى وو.
پيوستون وويل، دا مهال د دې ولايت په ډنډ، دامان او سپين بولدک ولسواليو کې د ياد پروګرام له لارې ٧٦٠٠ نجونې او هلکان د سواد زده کړې تر لاسه کوي.
هغه زياته کړه، د دغه پروګرام بنسټيزه موخه دا ده چې په کليو کې ماشومان او په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.
دى وايي، په کليو کې بېلابېل ټولګي جوړ شوي، چې د نجونو او هلکانو تر څنګ په کې لويو مېرمنو او نارينه وو ته هم د سواد زده کړې ورکول کېږي.
پيوستون د ولسواليو پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د خپلو اولادونو زده کړې ته پاملرنه وکړي او په خپلو سيمو کې له ښوونځيو ساتنه او څارنه وکړي.
دى وايي، د سيمې اوسېدونکي د پوهنې په وده او د اړوندو ستونزو په هواري کې مهم رول لري او هغوى بايد خپل دا ملي رسالت په سمه توګه ترسره کړي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي بيا د ولسواليو له ولسي شوراګانو وغوښتل، څو د کليو خلک وهڅوي چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او يا يې د سواد زده کړې په سيمه ييزو ټولګيو کې شامل کړي.
هغه وويل، په يو شمېر ولسواليو کې به د هغو ولسي شوراګانو پيسې چې نه يې شي مصرفولاى، په کليو کې د پوهنې پر وده ولګول شي.
د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي عبيدالله فيضاني د دې تر څنګ چې د کليو خلک يې پوهنې ته وهڅول، ټينګار يې وکړ چې ښوونکي دې په ښوونځيو او د سواد زده کړې په مرکزونو کې د تفرقه اچوونکو مسايلو له تدريس څخه ډډه وکړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي فيض محمد پژواک اژانس ته وويل په کليو کې پيل شوى د سواد زده کړې پروګرام ډېر ګټور دى او تر دې مهاله په کې ډېرو کليوالو ليک لوست زده کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن