غزني ښار (پژواک،٣ليندۍ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په مالستان ولسوالۍ کې شاوخوا ٨٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي يې نيولي دي.
د غزني د ملي امنيت مطبوعاتي مسوول محمد ذاکر د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د ملي امنيت موظفينو په مالستان ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو مازدا موټر نيولى دى.
هغه وايي چې په دې موټر کې ٨٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي بار و او لېږدونکو يې غوښتل چې اجرستان ولسوالۍ ته يې ولېږدوي.
ده وويل چې له يادو توکو سره يو تن نيول شوى او د نورو کسانو د نيونې هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه : (( دوى غوښتل چې دغه چاودېدونکي توکي په څو موټرو کې تقسيم کړي او بيا په غزني ښار کې دولتي ادارې پرې په نښه کړي.))
دغه راز د مالستان ولسوال ضامن علي هم پژواک ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو په دې ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو مازدا موټر نيولى دى.
د يو بل خبر له مخې، په غزني ښار کې هم چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې وسله والو مخالفينو د غزني ښار په مربوطاتو کې تر يوه پله لاندې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي و.
هغه وايي چې ياد چاودېدونکي توکي د پوليسو له لوري کشف او شنډ شوي خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د غزني ښار په نوغې سيمه کې له چاودېدونکو توکو ډک يو مازدا موټر له منځه وړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن