ميمنه (پژواک ٣ لړم ٩٤): فارياب کې يو شمېر سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې نن له غرمې وروسته د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې او طالبانو په چورلکه کې ناست کسان له ځانه سره وړي دي.
فارياب کې يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له غرمې وروسته شا وخوا ٣ بجې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دغه چورلکه کې د ملي اردو ١٧ سرتېرو او درې کارکوونکو شتون درلود، چې له مزارشريف څخه د فارياب پر لوري روانه وه او د لارې په اوږدو کې له يادې پېښې سره مخ شوې ده.
يادې امنيتي سرچينې څرګنده کړه، چې له دغې پېښې وروسته طالبانو پر يادو سرتېرو بريد کړى او د دواړو لوريو تر منځ نښته روانه ده.
په پښتون کوټ کې يوه سيمه ييز مسوول وويل، چې دغه چورلکه د يادې ولسوالۍ په غارتپه سيمه کې غورځېدلې ده.
پر دې سربېره د ولايت په مرکز کې د سيمه ييزې ادارې يوې بلې سرچينې وويل: "يادې چورلکې له موخې ګرځېدو وروسته بېړنۍ ناسته کړې او له هغه وروسته يې اور اخيستى، خو څلور کسان يې د طالبانو له لوري وړل شوي دي."
د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: " ما وليدل چې هليکوپټر راوغورځېده او له هغه وروسته يې اور واخيست او يو شمېر کسان يې طالبانو له ځانه سره يوړل."
هغه زياته کړه، د دې احتمال شته چې يو شمېر کسان د چورلکې په داخل کې هم وژل شوي او يا ټپيان شوي وي.
وسله والو طالبانو د يادې پېښې مسوووليت په غاړه اخيستى دى. د وسله والو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان پژواک ته وويل چې د دوى کسانو ياده چورلکه په نښه کړې او په کې لس سپاره کسان چې دوه يې بهرنيان دي، له ځانه سره وړي دي.
د يادې پېښې نور جزييات به د معلوماتو له بشپړېدو وروسته وړاندې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن