کابل ( پژواک، ۴ لیندۍ ۹۴) : امریکایي وایي چې د کندوز پر روغتون ترسره شوی هوایي برید بشري تیروتنه وه ، خو یو شمیر پوځي کسان یې له دندو ګوښه کړي چې په دې تیروتنه کې ښکېل وو.
وسلوالو طالبانو د روان لمریز کال د تلې په ۶مه، د کندوز ښار ونیولو، څو ورځې ورسته چې پر افغان ملي ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شول، دوی له امریکایي ځواکونو د هوایي عملیاتو مرسته وغوښته، امریکایي هوایي ځواک په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید وکړ.
په افغانستان کې دناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال کمپبل د لیندۍ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ددوی لخوا د یادې پيښې د څیړنو موندنې اعلان کړې.
هغه زیاته کړه، په دې برید کې تر ۳۰ پورې ډاکټران، نرسان ، ناروغان او دهغوی پیوازان ووژل شول او تر ۲۸ پورې نور کسان ټپیان شوي وو.
نوموړي وویل چې امریکا، ناټو له افغان حکومت سره په ګډه له څو لارو دیادې پيښې پلټنې کړې دي او د پلټنو موندنې یې په ۳۰۰۰ مخونو تیار کړی ، خو دوی یې نچوړ خپروي.
د امریکایي ځواکونو قوماندان یو ځل بیا پر یادې پيښې ژوره خواشيني څرګنده کړه اوویې چې ددوی له ځواکونو څخه بشري تیروتنه شوې ده.
جنرال کمپبل وویل : (( موږ به تر وروستي بریده هڅه کوو، چې دا ډول پيښه بیا تکرار نه شي.))
د هغه په وینا، تر پلټنو وروسته دوی خپل یو شمیر هغه پوځیان له دندو ګوښه کړي دي چې په یادو عملیاتو کې یې غفلت کړی و.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وویل چې ددوی د الوتکو پیلوټان نه پوهیدل چې یاده ودانۍ د روغتون ده او زیاته یې کړه چې پیلوټان یې دا ګومان کړی و چې دادولتي ودانۍ او طالبانو نیولې ده.
ده زیاته کړه، چې افغان ځواکونو له دوی هوایي مرسته غوښتې وه او د هغوي د غوښتنې له مخي هوایي برید ترسره کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن