خوست ښار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): په خوست کې د" غزليز ماښام" تر سرليک لاندې مشاعره جوړه شوه چې په کې د دغه ولايت پر فرهنګيانو سربېره له پکتيا او ننګرهاره راغلو شاعرانو او فرهنګپالو هم ګډون کړی و.
دې مشاعرې ته چې تېر ماښام د خوست ولايت مقام له لوري جوړه شوې، د شاعرانو تر څنګ د خوست والي هم بېلابېل شعرونه وويل چې ګډونوالو د لاسونو په پړقا سره بدرګه کول.
د خوست والي حکم خان حبيبي د "غزليز ماښام" ياد پروګرام ته په خبرو کې وويل چې له دې مشاعرې يې موخه د فرهنګيانو يو ځای کول او د اوسنيو کمزوري فرهنګي فعاليتونو پياوړي کول دي.
هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې په ټوليز ډول فرهنګيان نږدې سره وساتو. د فرهنګي فعاليتونو پر بنسټ کولای شو چې يو موټی و اوسو.))
والي حبيبي همدارنګه ژمنه وکړه چې د شاعرانو او د ادب مينه والو د فعاليتونو د پرمختيا او پراختيا لپاره به دې ډول پروګرامونو ته زياته پاملرنه وکړي.
هغه مشاعرې ته په يوه بيت کې وويل: ((رقيبه زه هم لوی تورزن يمه ميدان ونيسه، خوستی زلمی يم سر په لاس وړمه دلدار ته ورځم.))
له دغه بيت وروسته نوموړي د خوست له خلکو غوښتنه وکړه چې د خپل روښانه راتلونکي په خاطر په خپلو سيمو کې د هغو ډلو ټپلو مخه ونيسي چې په ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کوي.
ليکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار وايي چې دا ډول مشاعرې د لرې پرتو سيمو د شاعرانو په يو ځای کولو او دغه راز له يو او بل څخه د شعر ليکنې د هنر په زده کړه کې ډېره مرسته کوي.
نوموړي په دې برخه کې له ولايتي ادارې وغوښتل، د هغه واټن د له منځه وړو لپاره چې د شاعرانو او فرهنګيانو تر منځ رامنځته شوی، دا ډول نور فرهنګي پروګرامونه هم جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن