ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پوهنې رياست ته اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه شوه

د خوست پوهنې رياست ته اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
25 Nov 2015 - 15:02
د خوست پوهنې رياست ته اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
25 Nov 2015 - 15:02

خوست ښار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د خوست د پوهنې رياست لپاره په اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ليندۍ په ٤مه د يادې ودانۍ د پرانيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د زېرزميني تر څنګ په دريو پوړونو کې جوړه، ۳۸ خونې او نورې اړينې اسانتياوې لري.

نوموړي وويل چې پر دې ودانۍ د نړيوال بانک له لوري څه باندې ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو چارې يې د تېرو دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

حبيبي زياته کړه: ((د دې ودانۍ په جوړېدو سره موږ ډاډمن کېږو چې په دغه ولايت کې د دولتي مامورينو د ودانيو د نه شتون ستونزه مخ پرکمېدو ده.))

والي دغه راز وويل، د نورو هغو دولتي ادارو لپاره چې د خپلو ودانيو د نشتوالي له امله په کرايي کورونو او يا د نورو رياستونو په ودانيو کې فعاليت کوي، د ودانيو جوړولو په هکله به جدي هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې که مامورين د ځای ځايګي له پلوه ډاډمن وي، خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې له کومې جدي ستونزې سره نه مخ کېږي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وويل چې تر دې مخکې يې په اداري کمپلکس کې په بېلابېلو څلورو ودانيو کې فعاليت کاوو چې يوې او بلې ته يې تګ وخت ضايع کاوو.

بختيار پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ مامورين له ډېرو ستونزو سره مخ وو. کارونه يې هېڅ ښه پر مخ نه تلل. دوسيې او اسناد مو ټول ګډوډ پراته وو. اوس انشاالله دا ستونزه هواره شوه.))

د خوست د پوهنې رياست يو مامور نور بادشاه شاکر له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې وداني پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.