ميمنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د فارياب نوي والي په داسې حال کې کار پيل کړ او د امنيت ټينګښت، بيارغونې او د پراختيايي پروژو د عملي کولو ژمنه يې وکړه چې دغه ولايت له يو کال راهيسې والي نه درلود او د مستوفي له لوري اداره کېده.
پخوانى والي محمدالله بتاش اوسمهال د ترانسپورت او هوايي چلند وزير په توګه دنده ترسره کوي.
د فارياب مرستيال والي عبدالستار بارز چې څه باندې يوه لسيزه يې دا دنده پر مخ وړه، دوه مياشتې وړاندې د بغلان د والي په توګه وګومارل شو او فارياب والي مرستيال نه لري، سيمه ييزه اداره څو مياشتې وړاندې د ميمنې ښار مستوفي له لوري اداره کېده.
د يادې اداري تشې په غبرګون کې د مدني ټولنې بنسټونو شبکې تېره مياشت د يو تمثيلي حرکت په ترڅ کې د ولايت دروازه وتړله او د دغه خوځښت موخه يې دا وه څو دولت ډېر ژر او په جدي توګه سيمه ييز مسوولين وګوماري او امنيت ټينګ کړي.
خو د فارياب نوى والي چې تېر مازديګر سيمه ييزو مسوولينو ته ور وپېژندل شو؛ د امنيت ټينګښت، د قانون او عدالت پلي کول، بيارغونه او نوې جوړونه او د پراختيايي پروژو عملي کول يې د خپل کار له لومړيتوبونو څخه وګڼل.
نوموړى چې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د سرپل ولايت د خلکو استازی و او دوه مياشتې وړاندې د ولسمشر له فرمان سره سم د والي په توګه وګومارل شو؛ زياته يې کړه چې د فارياب د خلکو له ستونزو په بشپړ ډول خبر دى او په هوارولو کې يې د ولايتي شورا، عالمانو، مدني ټولنې او بېلابېلو پرګنو په مشورو هڅه کوي.
سادات چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال مير ابومسلم صديقي له لوري سيمه ييزو مسوولين او خلکو ته ور وپېژندل شو، زياته يې کړه چې د کار وړتيا او تجربه لري؛ خو برياليتوب يې د خلکو، ولسمشر اشرف غني او جنرال دوستم له ملاتړ سره تړاو لري.
د فارياب ولايتي شورا مشر محمد طاهر رحماني له نوي والي د همکارۍ او ملاتړ د اعلان تر څنګ له هغه څخه وغوښتل چې د فساد په له منځه وړو، د امنيت په ټينګښت او د قانون په تطبيق کې په جدي توګه کار وکړي.
هغه وويل: "د سرپرستانو له لوري د دغه ولايت له اداره کېدو يو کال وروسته، نن والي معرفي شو له دولت څخه غواړو چې په ولسواليو او دولتي ادارو کې د سرپرستانو دندې ختمې کړي."
د ولسي جرګې غړي ډاکټر نقيب الله فايق وويل چې فارياب د هېواد يو ناامن ولايت دى او زياتې ستونزې لري چې دلته ولايت کول د جمهوري رياست په تناسب ګران کار دى.
فايق له مرکزي چارواکو څخه د کلکې نيوکې تر څنګ زياته کړه:"که د فارياب ځوانان، د وزارت او ولايت وړتيا نه لري؛ بايد د ارګانونو مسوولين د زرګونو تحصيل کړو او وزګارو ځوانانو له ډلې په دغه ولايت کې وګومارل شي."
د هغه په وينا، دامهال له دريو رياستونو پرته، د فارياب په ټولو ادارو کې له بهر څخه کسان پر دندو ګومارل شوي دي چې دا کار د منلو وړ نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن