ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فيض اباد ولسوالۍ لپاره ٣٥ کاله وروسته ښاروال وګومارل شو

د فيض اباد ولسوالۍ لپاره ٣٥ کاله وروسته ښاروال وګومارل شو

author avatar
25 Nov 2015 - 18:49
د فيض اباد ولسوالۍ لپاره ٣٥ کاله وروسته ښاروال وګومارل شو
author avatar
25 Nov 2015 - 18:49

شبرغان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د جوزجان ولايت فيض اباد ولسوالۍ لپاره له ٣٥ کلنو څخه وروسته لومړنۍ ښارواله وګومارل شوه نوموړې ژمنه وکړه چې ولسوالۍ د بازار په بڼه ده، پر پرمختللي ښار به يې بدله کړي.

د فيض اباد ولسواله سايره شکيب سادات وايي چې ٣٥ کاله وړاندې د فيض اباد ولسوالۍ رامنځته شوه، دا لومړنۍ ښارواله ده چې پر دنده ګومارل کېږي او سيمه ييزو مسوولينو او سپين ږېرو ته ورمعرفي شوه.

ياده مېرمن چې د هېواد په کچه يوازېنۍ ښځينه ولسواله ده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې فيض اباد وروسته پاتې ولسوالي ده او د يو وړوکي بازار بڼه لري؛ هيله ده چې د ښاروالۍ د هڅو په پايله کې پرمختګ وکړي.

فيض اباد ولسوالۍ ټولټال ٦٠ زره نفوس لري چې ١٠ زره وګړي يې د ولسوالۍ په مرکز کې ژوند کوي.

د ولسوالۍ په مرکز کې څه باندې سل هټۍ شتون لري؛ خو مارکيټ او هوټل په کې نشته، دولتي ودانۍ، زړې دي او د ولسوالۍ ودانۍ ٧٥کاله وړاندې چې فيض اباد علاقه داري وه، جوړه شوې ده.

د فيض اباد ولسوالې وويل: "هيله ده چې ښاروال نه يوازې د ولسوالۍ مرکز  پرمختګ او پراختيا ته، بلکې د ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو برخې ته هم پام وکړي."

د فيض اباد ښاروال محمدالله (پاکطين) وويل چې لومړى د سيمې له مشرانو سره ليدنه کوي او د خلکو ستونزو ته په پام سره خپل کاري پلان چمتو او پلى کوي.

نوموړي د ښاري پلان تطبيق، د مارکيټونو جوړول او د ولسوالۍ له مرکزه د هټيو لېږد د شبرغان – مزارشريف لويې لارې ته، د خپل کاري پلان برخه وبلله او زياته يې کړه: "هڅه کوم چې د فيض اباد ولسوالۍ څېره بدله کړم او پرمختللى ښار ترې جوړ کړم."

پاکطين زياته کړه چې د ولسوالۍ، پوهنې او کرنې ودانۍ زړې دي، د دولت په املاکي ځمکو کې به جوړې شي.

د محمد سليم په نوم د سيمې يو سپين ږيري وويل دا  يو زېرى دى چې د ولسوالۍ له جوړېدو څخه ٣٥ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره ښاروال ورته ګومارل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ دنده د ښار پاکول، له هټيو څخه د عوايدو راغونډول او د کوڅو تثبيتول دي چې نوى ښاروال بايد په دې برخو کې کلکه توجه وکړي.

دې سپين ږيري وويل: "اوس د ولسوالۍ بيارغونې لپاره ځانګړى ادرس پيدا شو چې نظم او ترتيب به رامنځ ته شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.