ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د خوښي لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی

د لوګر د خوښي لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی

author avatar
25 Nov 2015 - 12:17
د لوګر د خوښي لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی
author avatar
25 Nov 2015 - 12:17

پل علم (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د لوګر چارواکو د خوښي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال او پنځو کسانو نورو د نيولو ادعا وکړه.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د خوشي ولسوالۍ په کوجي او برګ سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د طالبانو له لوري دې ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال حميدالله او پنځه تنه نور نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په نيول شوو کسانو کې د علم جان او ملا حنيف په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.

صالح وايي چې له يادو کسانو يوه مخابره، يو موټرسايکل او ځيني نور چاودېدونکي توکې هم ترلاسه شوي دي.

د خوښي ولسوالۍ د کوجي سيمې اوسېدونکي سيد حسين پژواک ته وويل چې تېره شپه په دغه کلي کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه: ((بېګاه دلته ډېر زيات رینجر موټر او الوتکې راغلې وې، څو کورونه يې تلاشي کړل خو له يو کور نه يې څو تنه له ځان سره بیولي دي.))

هغه وويل چې د کسانو د هويت په اړه معلومات نه لري.

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې له خوښي ولسوالۍ څخه د امنيتي ځواکونو د راتګ پر مهال محمداغې ولسوالۍ کې يوه ترافيکي پېښه هم رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو يو رینجر موټر د زاهد اباد په سيمه کې له فلانکوچ موټر سره جنګېدلى دى.

ده وويل چې په دې پېښه د ملي امنيت يو سرتېرى مړ شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه چې په فلانکوچ موټر کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.