جلال اباد (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار قومي مشرانو، مخورو او اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې په دغه ولايت کې د خپلسرو ملېشو له جوړولو سره مخالفت وکړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غونډه چې نن د جلال اباد په قصر کې جوړې شوې وه، په کې د ملي او ولايتي شوراګانو د غړو تر څنګ سلګونو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه چې د دې پراخې غونډې ګډونوالو د خپلسرو ملېشو جوړول پر کلکو ټکو وغندل او همدا راز په دغه ولايت کې د ملي امنيتي قواوو د کړنو د ستاينې تر څنګ يې د هغوی د ملاتړ ژمنه وکړه .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي فريدون خان مومند يادې غونډې ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې ملي امنيتي ځواکونو په خپلې مېړانې سره د داعش وسله واله ډله ځپلې او دغه ډله دمګړۍ د اچين ولسوالۍ سرحدي سيمو ته تللې ده.
فريدون مومند پر ولسونو غږ وکړ چې د دوربابا، کوټ، کامې، ګوشتې او دره نور ولسواليو په څېر دې د قومي تړون له مخې د خپلو سيمو د امنيت په ساتنه کې له وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه همکاري وکړي.
هغه له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د شخصي ملېشو جوړونې د مخنيوي تر څنګ د هغو څرګندونو په اړه سپيناوی وکړي چې د ننګرهار امنيتي ځواکونو په اړه شوې دي .
د يادونې ده، د ولسي جرګې مرستيال او د ننګرهار استازي حاجي ظاهر قدير وړمه ورځ ولسي جرګې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې امنيتي ځواکونه د داعش وسله والې ډلې په ځپلو کې ناکام شوي او د ده شخصي وسله وال له دې ډلې سره په جګړو کې ښکېل دي.
قومي مشر او د اجرائيه رياست سلاکار انجنير محمد امان خيري وويل چې پخوا هم د ننګرهار ولسونو د خپلسرو ملېشو مخالفت کړی او اوس يې هم مخالف دي.
هغه ژمنه وکړه، که د ننګرهار ولايت چارواکي وغواړي، نو ولسونه د قانون په چوکاټ کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په سنګرونو کې د دښمن مقابلې ته چمتو دي .
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري د دې غونډې په څنډه کې له پژواک اژانس سره په خبرو کې د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه، چې دښمن ته يې سينه سپر کړې ده.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت ټول خلک له خپلو ملي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او له حکومت څخه يې وغوښتل چې اچين ولسوالۍ ته نور ځواکونه واستوي.
د ولايتي شورا غړي اسرارلله مراد هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه او له مرکزي ادارو يې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د لا پياوړتيا او تشکيل د زياتوالي غوښتنه وکړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن