ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ینګي کلا لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د ینګي کلا لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
25 Nov 2015 - 15:48
د ینګي کلا لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
25 Nov 2015 - 15:48

تالقان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د تخار امنيتي چارواکو په ينګي کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د لسو وسله والو د وژلو ادعا وکړه.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په ينګي کلا ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال کمال لنګ او  ٩ تنه نور طالبان وژل شوي دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو يو مهم ماين جوړوونکي هم شامل دى او د عملياتو پر مهال شپږ نور طالبان ټپيان شوي دي.

اسير وايي چې په ياده سيمه کې اوس هم د طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي چې په ترڅ کې یې تر اوسه د ينګي کلا ولسوالۍ شپږ کلي له طالبانو پاک شوي دي.

خو هغه وايي چې اوس هم د يادې ولسوالۍ يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو سره دي.

د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي نجم الدين پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

هغه وايي چې په دې نښته کې د کمال لنګ په نوم د طالبانو ولسوال او د عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان او د ګجروال په نوم د طالبانو يو سرګروپ وژل شوي دي.

نجم الدين وايي چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو د ينګي کلا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې څلور پوليس وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

ده وويل چې په دې نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د مجاهد د څرګندونو په اړه د تخار امنيتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.