لښکرګاه (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۴): د هلمند نوى امنيه قوماندان وايي چې اوسمهال په هېواد کې سولې ته اړتيا نشته، د جګړې ځواب بايد پر جکړه ورکړل شي.
دغه څرګندونې د هلمند ولايت لپاره نوي ټاکل شوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وکړې.
هغه وويل: ((په دې وخت کې نه سولې ته اړتیا شته او نه هم امکان لري، زه اوس له سولې په جنګ خوښ یم، د جنګ ځواب به په جنګ ووایو.))
ده وويل چې يواځې خبرې نه شي کولاى امنيتي ستونزې هوارې کړي، د امنيت د ټينګښت لپاره بايد عملي ګامونه پورته شي.
سرجنګ وايي چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره به د جګړې هرې لومړۍ کرښې ته ځان رسوي.
د سرجنګ په ګډون د ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزى او د عامه نظم د اتمې لوا قوماندان په توګه سمونوال خليل جواد نن (د ليندۍ ٤مه) د کورنيو چارو وزارت د اداري مرستيال لوی پاسوال اکرام الدین یاور له خوا د هلمند خلکو ته ور پېژندل شول.
ياور وويل چې تر دې وړاندې امنيتي چارواکو په ښه توګه خپلې دندې په دغه ولايت کې سرته رسولې خو د ځينو اړتياوو له مخې دغه بدلونونه راغلي دي.
ده وويل چې په دې وروستيو کې د هلمند په ګډون د هېواد په ډېرو سيمو کې امنيتي ستونزې زياتې شوې دي.
په دې غونډه کې د هلمند پخواني امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل چې په تېر يو کال کې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه: ((ما لږ وخت د کار په دفتر کې او ډېر وخت مې د جګړو په کرښو کې تېر کړى دى.))
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نبي جان ملاخېل د کندهار د پولیسو د ۴۰۴ زون د قوماندان په توګه ګومارل شوى دى.
دغه راز په دې غونډه کې د ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي وويل چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره به جدي کار کوي او قانون به پلى کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن