کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د بګرام د زندان قوماندان وايي، چې خليل فروزي د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ د ملي امنيت د ٤٠ رياست د مکتوب له مخې؛ روغتون ته لېږدول شوى او د زندان چارواکو په هوشمند ښارګوټي کې د هغه له معاملې معلومات نه درلودل.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون، په دې اړه د بګرام توقيفځاى قوماندان د معلوماتو له وړاندې کولو ستاينه کړې او لويې څارنوالۍ ته يې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود، د ولسمشر د پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د ښارجوړونې وزير سيد سادات نادري او د ملي شورا د هغو غړو چې د هوشمند ښارګوټي د قرارداد د لاسليک په مراسمو کې يې ګډون درلود، د معرفي کولو غوښتنه کړې او ياد کسان يې په دغه قضيه کې تورن بللي دي.
کابلبانک يو خصوصي بانک و، چې په ١٣٨٨ کال کې د شا وخوا ٩٠٠ مليون غيرقانوني پورونو په ورکړې سره له بحران سره مخ شو، چې له هغه وروسته يې د نوي کابلبانک تر نوم لاندې د ماليې وزارت په چوکاټ کې فعاليت پيل کړ.
سترې محکمې، د ١٣٩٣ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د کابلبانک پخواني مشران شېرخان فرنود او خليل فروزي په کابلبانک کې د کړکېچ او غيرقانوني پورونو د ورکړې په تور، هر يو په لس-لس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
خو فروزي، د روان کال د لړم مياشتې په ١٣ مه نېټه، د ښارجوړونې له وزير سره د ٩٨ مليون لومړنيو لګښتونو په اندازه په کابل کې د يولړ مراسمو په ترڅ کې د "هوشمند" ښارګوټي د جوړولو قرارداد په داسې حال کې لاسليک کړ، چې احمدضياء مسعود، عبدالعلي محمدي او د ملي شورا يو شمېر غړو پکې ګډون درلود.
فروزي په دې وروستيو کې ويلي، چې د کابلبانک د ځانګړې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، ١٣٧ مليون ډالره پوروړى دى، چې تر اوسه پورې يې د خپل پور ٢٠ سلنه برخه ورکړې ده.
فروزي ته د هوشمند ښارګوټي په پروژه کې د ونډې ورکړه، د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوه او په پايله کې ولسمشر ياد قرارداد لغوه او د خپل حقوقي سلاکار محمدي دنده يې وځنډوله. ولسمشر د يادې موضوع د څېړنې لپاره يو کميسيون هم په دنده ګومارلى دى.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون، نن د پوځي پوليسو او د بګرام توقيفځاى عمومي قوماندان ډګر جنرال ميرصاحب ګل يادې جرګې ته وربللى و، څو له زندان څخه د فروزي د ازادولو په اړه معلومات ورکړي.
هغه وويل: "خليل الله فروزي، له زندان څخه له دې امله چې شکر او د زړه ناروغي يې درلوده؛ د ملي امنيت د ٤٠ رياست د مکتوب پر بنسټ چې د ولسمشر لارښوونه او لاسليک هم پکې شامل دي، د ملي امنيت د غازي امان الله خان روغتون ته لېږدول شوى دى."
هغه زياته کړه، چې د ياد مکتوب موضوع يې دوه ځلې د برېښناليک له لارې، د ملي دفاع وزارت له لوى درستيز او د ملي امنيت له شورا سره شريکه کړې ده.
هغه زياته کړه: "زنداني هغه مهال چې حکم يې نهايي شي، څارنوالۍ ته نه اړونديږي او د زندان چارواکي اړ دي، چې د زندانيانو د درملنې لپاره ګام پورته کړي، چې همدا کار له بګرام زندان څخه د فروزي د لېږد لامل شوى دى."
د هغه په وينا، د پروان د بګرام زندان چارواکو په دې اړه هيڅ معلومات نه درلودل، چې ګني هغه د قرارداد د لاسليک په موخه لېږدول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن