لښکرګاه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښاروالۍ د سکتور امر او د يوه خصوصي پوهنتون مشر د خپل يو ملګري له خوا وژل شوى دى.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال شکور خان د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري ته وويل چې د لښکرګاه ښاروالۍ د سکتور امر او د هلمند خصوصي پوهنتون مشر عبدالصمد توبه ګار تېره شپه وژل شوى دى.
هغه وايي چې د پوليسو د پلټنې له مخې، توبه ګار د خپل ملګري عبدالجبار له لوري په پوهنتون کې د استوګنې په کوټه کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((توبه ګار يې پر سر په کلنګ وهلى دى.))
شکور خان وايي چې د عبدالجبار د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.
دغه راز د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د ښاروالۍ د سکتور امر عبدالصمد توبه ګار وژل شوى دى.
هغه وايي چې توبه ګار له څو کلونو راهيسې په ښاروالۍ کې دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن