ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: پاکستان کې موجودې وسله والې ډلې د افغانستان پر ضد اقدامات کوي

اتمر: پاکستان کې موجودې وسله والې ډلې د افغانستان پر ضد اقدامات کوي

author avatar
26 Nov 2015 - 16:14
اتمر: پاکستان کې موجودې وسله والې ډلې د افغانستان پر ضد اقدامات کوي
author avatar
26 Nov 2015 - 16:14

کابل ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د کويټې شورا او حقاني شبکه  چې د پاکستان په خاوره کې شتون لري د افغانستان پر ضد فعاليتونه ترسره کوي ، خو پاکستان يې پر ضد کوم اقدام نه دى کړى.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د ليندۍ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف دغه ‌څرګندونې نن په کابل کې د ترکيې سفير سره دليدنې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې ددې ليدنې پر مهال حنيف اتمر او د ترکيې سفير علي سعيد اکين د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د سولې او استانبول پر پروسو خبرې وکړې.

د ملي امنيت سلاکار ددې ليدنې پر مهال د افغانستان دولت وسله والو مخالفينو سره د سولې موضوع ته په اشارې سره ويلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دى ، خو زياته کړې چې دا سوله بېلابېل اړخونه  لري.

خو هغه زياته کړې، څو پورې چې وسله وال مخالفين  له ترهګرۍ څخه د خپلو سياسي ګټو لپاره کار اخلي نو سولې ته رسېدل ګران دي .

د ترکيې سفير ددې ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو ستاينه کړې او ويلي يې دي  چې هېواد يې ژمن دى، څو دافغان ملي پوليسو  روزنې ته ادامه ورکړي .

هغه زياته کړې چې هېواد يې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د پروسې د بيا پيلېدو او د افغانستان ،  پاکستان او ترکيې ترمنځ د درې اړخيزه غونډې کوربه توب ته اماده دى.

د ملي امنيت سلاکار په ډاګه کړې چې افغانستان د سولې پر يوه داسې مېکانيزم کار کوي چې په دې پروسه کې پر يوه هېواد بايد تکيه ونه شي.

هغه د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې او کويټې شورا وسله والو ډلو شتون ته په اشارې سره وويل چې دا ډلې اوس هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد فعاليتونه کوي، خو پاکستان يې پر ضد لازم اقدامات نه دي ترسره کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار نن په کابل کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز، د ايران او چين له سفيرانو سره هم ليدلي دي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي چې د ناټو له سفير سره دليدنې پر مهال  بروکسل ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د وروستي سفر پر پايلو، د ناټو سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس او همدارنګه له افغانستان سره د ناتو د اوږدمهاله همکاريو په اړه خبرې وشوې.

غورځنګ وايي چې د ايران  له سفير سره په ليدنه کې د افغانستان او ايران پر امنيتي همکاريو خبرې وشوې او د ايران سفير   حنيف اتمر ته د دويم ځل لپاره بلنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د امنيتي همکاريو په اړه د مشورو او بحثونو په موخه تهران ته سفر وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.