خوست ښار، کابل ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : په خوست ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ پاکستاني وسله وال وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.
پاکستانيو رسنيو د ليندۍ په ٥ مه، خبر ورکړى چې دا بريد د شمالي وزيرستان پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې ١٢ وسله وال وژل شوي ا و تر ٢٠ زيات نور ټپيان دي
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د خان سيد سجنا په نامه د پاکستانيو طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى.
د يادونې ده چې سجنا په شمالي وزيرستان کې فعاليت کاوه، کله چې د پاکستانيو طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسعود ووژل شو، نو د لنډمهال لپاره خان سيد سجنا د هغه ځاى ناستى ټاکل شوى و.
که څه هم سرچينو د هوايي بريد کره سيمه نه ده په ډاګه کړې، خو د خوست ولايت چارواکي وايي چې دا بريد ددې ولايت دعليشېرو ولسوالۍ اړونده د ببرک تاڼې د ګاګو په سيمه کې ترسره شوى دى.
د عليشېرو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محمد نذير پژواک اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر وسله والو هوايي بريد کړى ، خو د وژل شويو کسانو په اړه يې معلومات نه درلول.
دغه راز په سوېل ختيـځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال عبدالبصير هم بريد تاييد کړ، خو نور معلومات يې ورنه کړل.
خو د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ وايي چې په ياده سيمه کې ترسره شوي هوايي بريد کې پنځه افغان طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، بهرنيو ځواکونو د ډيورنډ پولې دواړو ته بريدونه کړي او پاکستاني طالبان له پولې پورې غاړه کې وژل شوي دي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم د خوست ولايت په يوه سرحدي سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٤٧ وسله وال وژل شوي وو، چې ډېرى يې پاکستانيان وو.
وروسته ددغو پاکستانيو وسله والو مړي د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت دير سيمې ته لېـږدول شوي او هلته خاورو ته وسپارل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن