ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پټرولو بيه ١٨ سلنه لوړه شوې ده

د پټرولو بيه ١٨ سلنه لوړه شوې ده

author avatar
26 Nov 2015 - 18:08
د پټرولو بيه ١٨ سلنه لوړه شوې ده
author avatar
26 Nov 2015 - 18:08

کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول تېلو بيې لوړې شوې، خو د اوړو، بورې، غوړيو او سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د کلا فتح الله د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليټر پټرول تېلو بيې له ٤٩ افغانۍ ٥٨ افغانيو ته لوړې شوې، خو يو ليټر ډېزل تېل د تېرې پنجشنبې په څېر په ٤٢ افغانۍ دي.

نوموړي د پټرول بيو د لوړوالي په اړه زياته کړه، چې له څو ورځو راهيسې له قزاقستان څخه د پټرولو صادرات د دغه هېواد د حکومت له لوري د پټرولو ذېرمو د پاکولو په موخه له تېرو څو ورځو راهيسې درېدلي او دغه کار په کابل کې د تېلو بيو د لوړېدو لامل شوى دى.

ورته مهال د اوبلن ګازو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د پاچا پل يوه ګاز پلورونکي محمد سليم وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو بيې د تېرې اونۍ په پرتله راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ درجه پاکستاني اوړو عمده پلور بيه له ١٤٦٠ څخه ١٤٣٠ افغانۍ، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه له ٢١٢٠ څخه ١٩٨٠ افغانۍ، ١٦ ليټره شايسته غوړي له ١٠٢٠ څخه ١٠٠٠ افغانۍ او ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې له ١٧٢٠ افغانۍ ١٦٥٠ افغانيو ته راټيټې شوې دي.

هغه وويل، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت د لوړېدو له امله د يادو توکو بيې هم راټيټې شوې دي.   

خو د هغه په وينا، نن  د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو کيلو "مدينه" شين چاى عمده پلور بيه ١٨٥ افغانۍ او د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيه له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه هټۍ وال احمد هارون وويل، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ٢٢٠٠ افغانۍ، د شپاړس ليټره شايسته غوړيو بيه ١٠٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٤٧٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى ٢٢٠ افغانۍ دى.

د شهزاده سراى يوه صراف احمد شاه د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٧ افغانۍ او زور کلدارو ارزښت ٦٢٤ افغانۍ دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.