ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شول

د کندوز د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شول

author avatar
26 Nov 2015 - 17:35
د کندوز د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شول
author avatar
26 Nov 2015 - 17:35

کندوز (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): ولسمشر کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د درېيو نويو ولسواليو له رامنځته کېدو خبر ورکړى او د طالبانو له لوري د کندوز د نيولو له امله يې د دغه ولايت د ملي امنيت يوشمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ولايت ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې نن بيرته کابل ته راوګرځي.

 دا دويم ځل دى، چې ولسمشر غني د طالبانو له لوري د کندوز له نيولو وروسته، دغه ولايت ته سفر کوي.

 ولسمشر غني نن په هغه ناسته کې چې د قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو، مدني بنسټونو غړو او بېلابېلو ادارو له ٥٠٠ څخه زياتو کسانو په کې ګډون درلود، د ولايت په تالار کې خبرې وکړې.

نوموړي، د واحدې قوماندې او امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتون د کندوز د ماتې عمده عوامل وبلل او زياته يې کړه، له ټولو هغو کسانو سره چې په دغه برخه کې يې بې پروايي کړې او مجرم دي؛ قانوني چلند وشي.

نوموړي په دغه ولايت کې د ملي امنيت کړنې ناکامې وبللې او په دغه ولايت کې يې د ياد رياست يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل او ويې ويل چې يو شمېر به يې د عدلي او قضايي ارګانونو تر تعقيب لاندې ونيول شي.

محمد اشرف غني وويل: "ملي امنيت ناکام و، نن د ملي امنيت د هغو ټولو منسوبينو د ګوښه کولو امر چې په دنده کې يې بې پروايي کړه وه، ما صادر کړ، يو شمېر به يې له پوځي اصولو سره سم تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي، يوه برخه يې له دندو ګوښه کېږي."

ولسمشر وويل، چې د دغه ولايت د پوليسو ٢٠ منسوبين په خپلو دندو کې د بې پروايۍ له امله بدل شوي، د شلو نورو کړنې يې تر څېړنې لاندې دي او که چېرې د کندوز په سقوط کې لاس ولري؛ له دندو به ګوښه او څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

غني د کندوز له خلکو وغوښتل چې پر شرايطو برابر کسان ور وپېژني، څو د پوليسو او ملي امنيت په يادو برخو کې يې په دندو وګوماري.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې په دغه ولايت کې د درېيو ولسواليو (کلباد، ګورتپه او اقتاش) نوى تشکيل پرون منظور شوى او هغو ته بوديجه هم په پام کې نيول شوې ده.

کلباد تر اوسه پورې په امام صاحب ولسوالۍ، ګورتپه په کندوز ښار پورې او اقتاش د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ پورې اړوند دي. په همدې حال د کندوز د ولسواليو شمېر له ٦ ولسواليو څخه ٩ ولسواليو ته پورته شو.

ولسمشر په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو او ترانسپورټ وزيرانو او د سيمه ييزو ارګانونو مشر ته دنده وسپارله چې په راتلونکو دوه اوونيو کې کندوز ښار کې له وروستيو جګړو څخه د رامنځته شويو زيانونو په اړه څېړنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.