کابل ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه د کوزې پښتونخوا پښتنو د سياسي مشرانو يو پلاوى نن کابل ته راځي.
پاکستانيو رسنيو د ليندۍ په ٥ مه، د ملتپاله عوامي نېشنل ګوند ديوه مشر افراسياب خټک په حواله ليکلي چې دا پلاوى نن کابل ته روانېږي.
خټک زياته کړې چې دا سفر د افغان ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه ترسره کېږي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا او د سولې په اړه خبرې وشي.
د هغه په وينا، په دې پلاوي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او يو شمېر نور پښتانه مشران شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ولسمشر اشرف غني تېر کال پاکستان ته د سفر پر مهال دغو مشرانو ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
خټک وايي چې همدغو مشرانو د ٢٠١٥ کال په جنورۍ مياشت کې هم کابل ته سفر درلود او د نن ورځې سفر د تېر سفر دلړۍ د دوام يوه کړۍ ده.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په کابل کې يوې ديپلوماتيکې سرچينې پژواک اژانس ته ومنله چې دغه پلاوى نن رارسېږي او ټاکل شوې ده چې تر سبا ورځې پورې په کابل کې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن