ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

author avatar
26 Nov 2015 - 11:29
په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل
author avatar
26 Nov 2015 - 11:29

جلال اباد ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا د پخواني رييس پر  ساتونکو د چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال غلام رباني د ليندۍ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا لسو بجو ددرېيمې ناحيې اړونده د مرستون څلور لاري ترڅنګ شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له يادې سيمې څخه د ولايتي شورا د پخواني رييس حاجي جمال ساتونکي تېريدل چې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

د  امنيت امر وايي چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي او د جمال ساتونکو ته زيان نه دى اوښتى.

د حکمت په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرو سيمو پورې يې غږ واورېدل شو.

دى وايي چې په سيمه کې يې ټپيان ليدلي، خو دا ورته نه وه معلومه چې ټپيان څوک دي.

ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

بلخوا نن سهار ددې ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي اوپنځه نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.