کندهار (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ په جګړه کې ٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي.
دغه راز په خاکرېز ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې، چې ٣ پوليس يې وژلي او د ولسوالۍ امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير يې ټپيان کړي دي.
يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى، چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، په دې جګړه کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د دې پېښې په اړه ناخبري وښودله، خو په خاکرېز ولسوالۍ کې يې پر پوليسو چاودنه تاييد کړه.
خپلواک وويل، تېره ورځ ناوخته د خاکرېز ولسوالۍ د تورې په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې چې په کې ٣ پوليس وژل شوي، د ولسوالۍ امنيه قوماندان شريف الله او د ملي امنيت مدير اسدالله په کې ټپيان شوي دي.
هغه د دواړو امنيتي مسوولين روغتيايي حالت د ډاډ وړ وګاڼه او ويې ويل، چې ټپونه يې ډېر ژور نه دي.
نوموړي وويل، چاودنه د وسله والو مخالفينو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.
خو وسله والو مخالفينو لا تر دې مهاله د يادو شوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن