لښکرګاه(پژواک، ۵ ليندۍ۹۴): د هلمند امنيتي چارواکو په ګرشک او سنګين ولسواليو کې د يوه قوماندان په ګډون د ١١ طالبانو د وژلو او ١١ نورو د نيولو ادعا وکړه.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال احمد شکيب تسل د ليندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په ګرشک او سنګين ولسواليو کې عمليات کړي دي.
ده وويل چې د سنګين ولسوالۍ په ګوره سيمه کې د عملياتو پرمهال ٩ طالبان وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
ده وويل چې د همدې ولسوالۍ په مالګير سيمه کې د عملياتو پرمهال دوه طالبان وژل شوي او يو سراچه موټر يې له منځه وړل شوى دى.
د تسل په وينا، سنګين کې د عملياتو پرمهال دوه لاسى بمونه او ٤٧ فيره د راکټ مرمۍ د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د طالبانو د وسلو يو زيرمتون يې له منځه وړى دى.
دغه راز هغه وويل چې امنيتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې هم عمليات کړي دي.
دى وايي چې د يادو عملياتو پرمهال ٧ طالبان ژوندي نيول شوي او يو ميل راکټ، يو ميل کلاشينکوف او د وسلو يوه زيره د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچنه وايي چې د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سنګين ولسوالۍ د مالګير سيمې اوسېدونکي مير احمد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دوى په سيمه کې عمليات کړي دي.
ده وويل چې د يادو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو يو شمېر سيمې له طالبانو څخه نيولې دي ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن