ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکيې په اوبو کې څلور افغان ماشومان مړه شوي

د ترکيې په اوبو کې څلور افغان ماشومان مړه شوي

author avatar
27 Nov 2015 - 16:08
د ترکيې په اوبو کې څلور افغان ماشومان مړه شوي
author avatar
27 Nov 2015 - 16:08

کابل ( پژواک، ٦ ليندۍ ٩٤ ) : راپورونه وايي چې د ترکيې په بحري اوبو کې د غير قانوني کډوالو کښتۍ ډوبه شوې چې له امله يې د نورو کسانو ترڅنګ څلور افغان ماشومان هم مړه شوي دي.

د انادولو په نامه ترکي رسنۍ د ليندۍ په ٦ مه، خبر ورکړى چې د غير قانوني کډوالو يوه کښتۍ چې ٥٥ کسان په کې سپاره وو، پرون ناوخته اروپا ته په لاره په بحر کې ډوبه شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دې کښتۍ کې د سوريې او افغانستان وګړي سپاره وو  او د يونان پر لوري روانه وه.

په راپور کې  راغلي چې د ترکيې بحري ځواکونو د ډوبو  شويو کسانو د ژغورلو په موخه هڅې پيل کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى څلور ماشومان روغتون ته رسولي وو، خو په روغتون کې يادو افغان ماشومانو ساه ورکړې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د سوريې، عراق ، افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو څخه اروپا ته د غير قانوني کډوالو لړۍ  ګړندۍ شوې ده.

د راپورونو له مخې ، اروپا ته پر لاره  لسګونه غير قانوني کډوال هره مياشت د کښتيو ډوبيدو او ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.