ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين نه شي کولى دولتي بوديجه په شخصي بانکي حسابونو کې وساتي

مسوولين نه شي کولى دولتي بوديجه په شخصي بانکي حسابونو کې وساتي

author avatar
27 Nov 2015 - 10:22
مسوولين نه شي کولى دولتي بوديجه په شخصي بانکي حسابونو کې وساتي
author avatar
27 Nov 2015 - 10:22

جلال اباد ( پژواک، ٦ ليندۍ ٩٤ ) : د ننګرهار والي وايي چې ددې ولايت دولتي مسوولين نه شي کولى چې دولتي بوديجه په خپلو شخصي بانکي  حسابونو کې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ددې ولايت يو شمېر دولتي مسوولين دولتي بوديجه په خپلو شخصي بانکي حسابونو کې ساتي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي له دغه کار سره مخالفت  کړى او ټولو اړوندو مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې له دې کار څخه ډډه وکړي.

والي د ولايت د ادارو د مسوولينو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وويل ، ټولې ادارې دې  له مرکز څخه دوی ته ورکړل شوې بوديجه د روان مالي کال تر پايه په قانوني ډول مصرف کړي .

خو کندوزي زياته کړې، هېڅوک نه شي کولی  چې دغه پيسې په خپلو شخصي بانکي حسابونو کې وساتي .
خوږياڼى وايي، دغه راز په دې غونډه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې ته لارښوونه وشوه ،چې د اړونده ادارې له لوري ورسره مرسته شوې اووه ميليونه افغانيو څخه دې ژر تر ژره د پنځه ميليونو افغانيو په لګښت خوراکي او غيري خوراکي توکي خريداري  او پر زلزله ځپلو   کورنيو دې ووېشل شي.

کندوزي په دې  غونډه کې د ولايت عايداتي ادارو مسوولينو  ته لارښوونه وکړه،چې د عايداتو د لوړېدو په موخه په شفافيت سره هلې ځلې وکړي، ترڅو د عوايدو کچه لوړه شي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.