کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): ځينې سرچينې وايي، حکومت په لوړه کچه وزارتونو او ادارو کې د بدلونونو رامنځته کولو پلان جوړ کړى دى.
د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د ليندۍ په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بدلونونه به د وزارتونو او ملي ادارو په کچه رامنځ ته شي.
خو سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
بلخوا نن داسې اوازې وې، چې ګوندې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر جيلاني پوپل د حکومت له مشرتابه سره د اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکوي.
خو د يادې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده پژواک اژانس سره په خبرو کې يادې اوازې رد کړې او زياته يې کړه، پوپل د استعفا پلان نه لري.
يوې بلې سرچينې بيا پژواک اژانس ته وويل. چې پوپل د استعفا پرېکړه کړې وه، خو بيا وروسته د ځينو لوړپوړو چارواکو په مداخلې له پرېکړې په شا شوى دى.
دغه سرچينه وايي: ((خبرې شته دي، تغييريات او تبديلات دي چې له رسنيو سره به شريک شي.))
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ناامنيو او اقتصادي ستونزو ډېرېدو سره د ملي يووالي پر حکومت نيوکې ډېرې شوې دي.
د ولسي جرګې غړو، نن د حج او اوقافو وزير له دې امله احضار کړى و، چې د ولسمشر سلاکار او د حج د کمېسيون مشر داوود سلطانزوي د حج په پروسه کې درې ميليونه ډالره فساد کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن