خوست ښار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): په خوست ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې اتو امنيتي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه پرون د ماښام تر لمانځه وروسته د ښار د سپين جومات تر څنګ د پوليسو د ګزمې پر موټرې وشوه.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د پوهنتون د څلورم کال يو محصل وژل شوی، دری جنايي پوليس او دوه ملکي وګړي چې تر لمانځه وروسته له جوماته ستنېدل، ټپيان شوي دي.
قوماندان فيض الله غيرت د دې چاودنې د غندلو تر څنګ پژواک اژانس ته زياته کړه چې په پېښه کې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او تر درملنې لاندې دي.
نوموړي وويل چې تر اوسه له پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
خو د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې په ياده چاودنه کې د يو محصل د وژل کېدو تر څنګ څلور پوليس او دری ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
که څه هم تر دمګړۍ د چاودنې مسووليت چار پرغاړه نه دی اخيستی، خو امنيتي چارواکي يې د دولت د وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول د طالب وسله والو کار بولي.
په خپله طالبانو د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن