جلال اباد (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۴): د ننګرهار د جلال اباد ښاروال وايي چې په ښار کې د موټرو ګڼې ګوڼې د کمېدو لپاره د عيدګاه جومات په يوه څنډه کې د موټرو تمځای جوړوي.
عيدګاه جومات د جلال اباد ښار په زړه کې دی چې د تفريح د پارک په توګه ترې هم ګټه پورته کېږي، خو نوو تاسيساتو په کې د ممکنه غصبېدو له امله د ولايتي شورا غړي اندېښمن کړي.
د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه جومات په وروستۍ برخه کې د موټرو تم ځای جوړوي، څو د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.
ښاروال وايي: ((د عيدګاه په وروستۍ برخه کې د موټر تم ځای د اصلې نقشې مطابق دی، موږ اوس کار پيل کړی، خلک دې ډاډمن وي؛ ځکه دا پارکينګ د ښاروالۍ په لګښت جوړېږي او ښاروالۍ سره به وي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری پژواک ته وويل چې په عيدګاه جومات د پارکينګ جوړېدل ښه خبره ده، خو ښايي وروسته کلونه دا سيمه شخصي ملکيت شي.
زمري وايي: ((په ننګرهار کې ډېر کله دغسې کارونه د ځمکو د غصب لامل شوي، د بېلګې په ډول د کابل اډې په ساحه کې ځمکې په قرارداد واخيستل شوې اوس په کې په سلګونو کورونه جوړ شوي دي.))
د ولايتي شورا وکيله حبيبه کاکړ پژواک اژانس ته وايي: ((عيدګاه جومات کې د پارکينګ جوړول داسې نه شي چې وروسته يې يوه څنډه غصب شي.))
کاکړ زياته کړه چې ښاروالۍ او سيمه ييزه اداره بايد د دې ممکنه ستونزې د مخنيوي لپاره جدي اقدام وکړي څو دا پارکينګ پر شخصي ملکيت بدل نه شي.
د عيدګاه جومات د تفريح د ځای تر څنګ د يو شمېر زده کوونکو او محصلينو لپاره هم مناسب چاپېريال لري، ځکه ورڅېرمه يې څو لېسې او د ننګرهار د طب پوهنځی دی.
د دغه پوهنځي د پنځم ټولګي محصل خيال وزير چې په ياد جومات کې يې مطالعه کوله وايي: ((که په دې ځای کې پارکينګ جوړ شي بيا به د موټرو رش په کې وي، محصل به په عيدګاه کې مطالعه نه شي کولی.))
خيال وزير له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې ښاروالۍ بايد بل ځای د موټرو پارکينګ جوړ کړي ځکه په دې کار سره به ډېرو خلک ته ستونزې جوړې شي.
په جلال اباد کې مدني فعالانو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او د شنبې په ورځ يې په همدې غبرګون له ښاروال څخه وضاحت وغوښت.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن