کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د هانګ کانګ کرکټ لوبډلې د کرکټ شل اووريزه نړيواله لوبه له افغانستان څخه په څلورو وېکټو وګټله.
دا لوبه نن د ليندۍ په ٧مه، د متحده عربي اماراتو د ابو ظبۍ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ملي لوبډلې د اصغر ستانکزي د په زړه پورې پنځوسيزې پر مټ په ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته يې د ١٦٣ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي ٥١، سميع الله شينواري ٣٤ او شفيق الله شفق ٣٠ منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن