جلال اباد (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار والي په دې ولايت کې د پاکستان د حکومت له لوري د پيل شويو پروژو د بشپړېدو او يو شمېر نورو د پلی کېدو غوښتنه وکړه .
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي دغه څرګندونې، نن په جلال اباد ښار کې د پاکستان له کونسل محمد وسيم سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د دې ليدنې پر مهال د ننګرهار والي ويلي، پاکستان په دغه ولايت کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د پښتورګو يو روغتون جوړ کړی، خو لا تر دې دمه يې ورته طبي وسايل نه دي ورکړي او نه هم د روغتون لپاره د ډاکټرانو د روزنې په برخه کې کړې ژمنه ترسره شوې.
د ننګرهار والي اندېښنه څرګنده کړه، چې که دغه روغتون همداسې بې پاملرنې پاتې شي، نو ودانۍ به يې هم له تخريب سره مخامخ شي .
کندوزي همداراز په جلااباد کې د پاکستان قونسل څخه وغوښتل، چې د تورخم - جلال اباد دويم سړک د قير کولو چارې نورې هم ګړندۍ کړي او په دغه برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ يې هم ورکړ.
نوموړي دغه ولايت کې د پاکستان له لوري د يو شمېر نورو اساسي پرمختيايي پروژو د پلي کولو غوښتنه هم وکړه .
په ننګرهار کې د پاکستان کونسل محمد وسيم د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې ټولې غوښتنې به يې د حل په موخه له خپلو لوړپوړو مسوولينو سره شريکې کړي او هڅه به وکړي، چې په دغه برخه کې پرمختګونه هم وکړي .
هغه د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په لارښوونه يې د تورخم ـ جلال اباد سړک د قير کولو کمپنۍ کارکوونکو ته خوندي امنيتي فضا برابره کړې او همداراز يې د دوی کونسلګرۍ ته هم په امنيتي برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغه ژمنه وکړه، چې د ديپلوماتيکو اړيکو د لا ښه کېدو په موخه به هم په دغه ولايت کې ځينې نورې پرمختيايي او اساسي چارې ترسره کړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن