کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني تېره شپه د سياسي چارو د شنونکي احمد سعیدي د روغتیایي حالت د پوښتنې په موخه د امنیت روغتون ته ورغلی و.
په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير احمد سعيدي د ليندۍ په دريمه د کابل د نوي ښار حاجي يعقوب څلور لارې ته څېرمه د دوو موټرسايکل سپرو تر بريد لاندې راغى او ټپي شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ليکي چې ولسمشر غني د امنيت په روغتون کې د مدني فعال او شنونکي احمد سعیدي روغتیایي حالت له نږدې وکوت او د هغه لپاره یې د روغتیا دعا وکړه.
سرچينه زياتوي چې غني د روغتون مسوول او معالجو ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې د سعیدي د ښې درملنې په موخه دې خپل شته امکانات نه درېغوي.
ولسمشر د سعيدي پوښتنې پر مهال ويلي، د افغانستان د خلکو دښمنان عموماً زموږ هغه شخصیتونه په نښه کوي چې د هغوی اصلي څېرې او ناوړه اعمال رسوا کوي.
هغه ويلي چې د خلکو د دښمنانو دغه وړ کړنې نه بښونکې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن