ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو د ظاهر قدير د څرګندونو د څېړنې پر پلاوي نيوکه وکړه

ځينو وکيلانو د ظاهر قدير د څرګندونو د څېړنې پر پلاوي نيوکه وکړه

author avatar
28 Nov 2015 - 18:23
ځينو وکيلانو د ظاهر قدير د څرګندونو د څېړنې پر پلاوي نيوکه وکړه
author avatar
28 Nov 2015 - 18:23

کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړو د دې جرګې د لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير څرګندونو د څېړنې په اړه د پلاوي پر ټاکل کېدو نيوکه کړې او وايي، دغه موضوع بايد د دولت د درې ګونو قواوو د رامنځته شوي پلاوي له لوري څېړل شوې وى.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې له داعش سره د مبارزې په موخه ننګرهار ولايت ته تللى و، تېره اونۍ کابل ته راستون شوى او د يادې جرګې په يوه ناسته کې يې ادعا وکړه، چې د داعش ډلې مهم کسان په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړي ډول د امنيت شورا له ملاتړه برخمن دي.

دغه راز ظاهر قدير وويل، دا ادعا چې په ننګرهار کې د اردو او پوليسو له لوري د داعش سلګونه غړي وژل شوي، ناسمه ده، ځکه د هغه په وينا، د داعش کسان د نورو کسانو له لوري وژل شوي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت شورا، د ظاهر قدير يادې څرګندوې له حقيقت څخه لرې بللې او ولسمشر محمد اشرف غني د هغه د ادعاوو د څېړنې په موخه يو پلاوى په دنده ګومارلى دى.

په دغه پلاوي کې د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورډ د رييس پوهنوال نصرالله ستانکزي په مشرۍ، د لويې څارنوالۍ د پوځي چارو مرستيال ډګرجنرال عبدالفتاح عزيزي او د دولت د قضاياوو عمومي مشر مير محمد انور سادات د غړو په توګه شامل لري.

خو د ولسمشر له لوري د ياد پلاوي ټاکنه، د ولسي جرګې د يو شمېر غړو له نيوکې سره مخ شوه.

ولسي جرګه کې د خوست استازي همايون همايون، نن د دغې جرګې په عمومي ناسته کې وويل، ترڅو پورې چې د ملي امنيت شورا  د سلاکار محمد حنيف اتمر دنده ونه ځنډول شي، ياد پلاوى نه شي کولى چې هر اړخيزه څېړنه وکړي، ځکه د اتمر تر اغېزې لاندې راځي.

د فراه استازي سميع الله صميم هم له ياد پلاوي سره مخالفت وکړ او د حکومت دغه ګام يې پر ملي شورا يو ډول بريد او پلان وباله.

نوموړي حکومت ته په خطاب کې وويل: "تور په تاسو لګول شوى، تاسو پلاوى نه شئ ټاکلى."

نوموړي د پلاوي په اړه پر بياغور ټينګار وکړ او ويې ويل، له دې وړاندې د اسلامي دعوت ګوند مشر استاد عبد رب الرسول سياف هم ويلي و، چې يو شمېر کسان د نظام له دننه څخه د نظام پر خلاف کار کوي.

ولسي جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي وويل، له درى ګونو قواوو څخه رامنځته شوى پلاوى کولى شي، څو د ظاهر قدير او هغو کسانو څرګندونې وڅېړي چې د دولت په داخل کې يې يو شمېر کړۍ د نظام پر ضد بللې دي.

حاجي ظاهر قدير وويل، د ولسمشر له لوري د هغو څرګندونو د څېړنو له پلاوي هرکلى کوي، خو بايد قانون په پام کې نيول شوى وى، ځکه د تورن حکومتي چارواکي دنده بايد ځنډول شوې وى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.